اروپایي ټولنه به پر چین، شمالي کوریا او روسیې بندیزونه ولګوي


ځینو سرچینو ویلي چې اروپایي ټولنه به پر چین، شمالي کوریا او روسیې د سایبر بریدونو له امله بندیزونه ولګوي.

د اروپایي ټولنې سفیرانو شین څراغ ورکړی دی چې د روسیې پر (جي ار یوو) پوځي استخاراتي واحد، همداراز به پر یو شمېر چینایانو او د شمالي کوریا پر ځینو کسانو د دې لپاره بندیزونه ولګوي چې په وروستیو څو کلونو کې یې درې بېلې سایبر حملې کړې دي.

دا بندیزونه به رسماً د جولای تر پای مخکې پلي شي.

  • 02 زمری 1399